د یوناما مشرې له طالب چارواکو سره د افغانستان په پراخېدونکي بشري ناورین خبرې کړې

د یوناما مشرې له طالب چارواکو سره د افغانستان په پراخېدونکي بشري ناورین خبرې کړې


  • 3 کاله دمخه (24/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1137

د یوناما مشرې دیبرا لاینز د رئیس الوزرء له مرستیال عبدالسلام حنفي سره لیدته کاته کړي او د افغانستان په پراخېدونکي اقتصادي او بشري ناورین په هکله یې ورسره خبرې اترې کړې دي. 

مېرمن لاینز په دې لیدنه کې ویلي، چې په افغانستان کې به د ملګرو ملتونو سازمان د ژوند ژغورونکو مرستو رسولو ته دوام ورکړي. 

په کابل کې د یوناما مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې مېرمن دیبرا لاینز د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي او دغه‌راز د مالیې وزارت سرپرست وزیر هدایت الله بدري سره هم لیدلي دي. 

په لیدنه کې د ملګرو ملتونو استازې ټینګار وکړ، چې ټول بنسټونه باید د اقتصادي ماتې د مخنیوي لپاره هر ممکن څه ترسره کړي.  

د هغې په خبره، چې ټول شموله حکومتولۍ او د ښځو او نارینه وو په ګډون د ټولو افغانانو د حقونو ساتنې ته اړتیا ده. 

باید وویل شي، چې تر دې لا دمخه هم ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري بحران د رامنځ‌ته کېدو خبرداری ورکړی و.