که څوک غواړي د نورو په نظر رهبر وګڼل شي او له رهبرۍ سره مينه لري دغه پنځه مرکزي نقش لرونکي شخصي صفتونه دې په ځان وروزي، ترلاسه دې کړي او پرمختګ دې ورکړي.
۱.هوښياري:
د رهبر هوښیارتیا او زيرکتيا نسبت هغه ډلې ته چې دا يې مشري په غاړه لري ډېره ده، مګر بايد دې ټکي ته متوجې اوسي چې د هوښيارۍ اختلاف د رهبر د ډلې او د نورو افرادو سره دومره زيات نه وي چې د تفاهم مشکل رامنځته کړي. يو رهبر بايد روښانه او ښه فکر ولري. عقل او يا د عقل قدرت د رهبرۍ سره مثبته اړيکه لري. د بيان قدرت، پېژندلو قدرت او د استدلال قوت درلودل کولی شي يو شخص ښه رهبر جوړ کړي.
۲.په خپل نفس باور:
په خپل نفس باور درلودل د رهبرانو يوه بله شخصي ځانګړتيا ده، چې د يو رهبر سره ډېره مرسته کوي. رهبري نوښت، مثبت او جوړ شوي فکر ته اړتيا لري. د مختلفو ډلو رهبران د نورو افرادو په نسبت په ځان ډیر اعتماد لري. هر څوک چې په ځان ډیر اعتماد ولري، د نورو په نظر د آني او فوري ستونزو د حل لپاره د ځانګړو مهارتونو درلودونکي وي او کولای شي چې په سازمان کې د ستونزې په سرعت سره حل کړي.
پخپل نفس باور درلودل رهبر ته په خپلو صلاحیتونو او مهارتونو کې د اطمینان قدرت وربښي. يو کس بيا کولی شي ډېر په اسانه توپير منځته راوړي. په رهبرۍ کې په نورو اغېز اچول او په خپل نفس باور درلودل رهبر ته توانايي ورکوي چې د اطمینان احساس وکړي او د ده هڅی وکولای سي په نورو ښه او مناسب اغيز وښندي.
۳.عزم او اراده:
ډېر رهبران عزم او اراده ښودونکي دي. عزم يوه هيله ده د دندې ترسره کولو لپاره او نوښت، مقاومت، محکموالی او خوځښت منځته راوړي. وګړي په اداره کې د عزم او ارادې په ښودلو سره د ځان ثابتولو هڅه کوي. ستر فعاليتونه ترسره کوي او د موانعو له منځه وړلو وړتياوې لري. د ارادې لرل او په خپل وخت پريکړه کول په هغه وخت او حالاتو باندې تسلط ښودل دي چی تر لاس لاندې وګړي لارښوونې ته اړتيا ولري.
۴.رښتينولي:
رښتينولي د رهبرۍ بله مهمه ځانګړنه ده. رښتينولي د صداقت او اعتماد صفت دی. کله چې خلک يو لړ ځواکمنو اصولو ته وفادار پاتې کېږي او د خپلو کړنو مسووليت پر غاړه اخلي نو د رښتينولۍ ښودونکي دي. رهبران رښتينولۍ سره په نورو کې جرأت پېدا کوي، ځکه هغوی چې څه وايي ترسره کوي يې او خلک هم پرې اعتماد کوي. دوی وفاداره، د اعتماد وړ او دوکه بازه نه وي. په اساسي ډول د رښتينولۍ سره رهبر د اعتماد او اعتبار وړ ګڼل کېږي.
۵.ټولنيزتوب:
بله ځانګړتيا چې ډیره اړينه ده د رهبر ټولنيز کېدل دي. ټولنيز کېدل د يو رهبر هغه سيرت دی چې په ټولنه کې د ښوو اړيکو ټينګولو لامل کیږي. هغه رهبران چې ټولنيز خوی لري، په ډېر دوستانه ډول رفتار کوي، ډېر صميمي، با ادبه، با نزاکته او ديپلومات وي. د نورو اړتياوو ته د رسېدو لپاره ډېر ليواله وي او د هغوی د ښېګڼو په اړه خواخوږي ښودنه کوي.
ټولنيز رهبران په شخصي اړيکو کې پوره مهارت لري او خپلو لاس لاندې وګړو سره همکارۍ او مرستې ته پراختيا ورکوي.
لاوو زرو وايي: "غوره رهبري د فکر پاکوالي ته اړتيا لري. که تاسو ډاډمن نه ياست چې چيرته روان ياست؛ نو د خلکو مشري کولو پرځای به خلک تيت و پرک کړئ. که غواړئ خلک رهبري کړئ نو تاسو يې ترشا چکر وهل پېل کړئ."