جاپان کې د اوښکو استاد
جاپان کې د هایدیوفومي یوشيدا په نوم یو تن ځان ته د اوښکو استاد وايي او خلکو ته د اوښکو بهولو چل ښايي.
یوشيدا له اته کلونو راهیسې د ( ټیرز ټیچر) په نوم ویبسایټ لري، تر اوسه یې له پنځوس زره تنو څخه زیاتو خلکو ته د اوښکو بهولو زده کړه ورکړې.
یوشیدا وايي: اوښکې تویول پر دماغو فشار کموي، د زړه ټکان سموي او په ټوله کې د روغتیا لپاره ګټورې دي.
هغه وايي: له ژړا وروسته د انسان څېره روښانه کیږي او توصیه کوي چې هر انسان باید اونۍ کې یو ځل خامخا وژاړي چې پر دماغو یې فشار کم شي او ازاده زنده ګي وکړي.
یوشيدا د بشري سرچینو مدیریت تر څنګ د ارواپوهنې استاد دی، د ویبسایټ چلولو تر څنګ وخت پر وخت د اوښکو بهولو هنر زده کولو لپاره ورکشاپونه جوړوي.
***