په بلخ كې د درې غوره شعرونو د ټاكلو مياشتنۍ مشاعره


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ضمير سار
  • 1410

په بلخ كې د درې غوره شعرونو د ټاكلو مياشتنۍ مشاعره، نن د  مرغومي په يولسمه د بلخ ولسوالۍ په مركز كې د لسګونو شاعرانو او مشرانو په ګډون تر سره شوه.
په دغه مشاعره كې د مومند بابا، ام البلاد او چمتال ادبي بهيرونو شاعرانو سربېره د سيمې يو شمېر مشرانو هم ونډه اخيسته وه.
په يادې مشاعره كې د چمتال ادبي بهير غړي شهاب الدين افغانمل، د ام البلاد ادبي بهير غړي بهادر اميني او د چمتال ادبي بهير غړي عبدالله خاكسار په ترتيب د لومړي، دويم او درېيم ښه شعر مقامونه وګټل، چې ستاينليكونو تر څنګ جايزې يې هم وركړل شوې.
د مومند بابا ادبي بهير غړى او شاعر او ژورنالست ذبيح الله احساس، د درې غوره شعرونو د غوراوي مشاعرې موخه د پښتو ژبې د ادب بډاينه وښوده او زياته يې كړه، چې دا مشاعره به هره مياشت يو ځل په مزار شريف ښار، بلخ ولسوالۍ او چمتال ولسواليو كې تر سره كېږي.
احساس زياته كړه، چې ددغې لړۍ د نورو ګټو تر څنګ يوه ګټه داده، چې  شاعرانو د رياضت او هنري پنځونو د پېژندلو چانس ورښيي. 
هغه وايي، چې د دريو غوره شعرونو له ټاكلو وروسته، شاعر د خپل ادبي خوځښت په لاره كې لږ تر لږه يو ځل هنري پنځونو ته تم كېږي او په دې هكله سوچ كوي او په پايله كې هنر زېږول كېږي
د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې غړى او د بلخ پوهنتون استاد پوهندوى غلام فاروق خپلواك، چې په دغې غونډه كې برخه اخيستې وه، ګډونوالو ته د خبرو پر مهال وويل، ددغه ډول مشاعرو او د شاعرانو د هڅونو پروګرامونو په تمه كلونه كلونه پاتې شوى. (غږ)
خپلواك زياته كړه، چې دغه مشاعره به د بېلابېلو سيمو د شاعرانو او فرهنګيانو د يووالي لامل ګرځي. 
د نوموړي په وينا،  شاعر يوازې هنر پنځونكى نه دى، بلكې سياستمدار، فيلسوف او د اجتماعي علومو څښتن هم دى، ښايي، چې ولمانځل شي او وياړ پرې وكړو.
د مومند بابا ادبي بهير غړي مطيع الله اراك ددغې غونډې د حكمانو په استازيتوب خبرې وكړې او زياته يې كړه، چې د درې غوره شعرونو د غوراوي  ننۍ غونډه د تېرې غونډې په پرتله هنري شعرونه ډېر لرل.
كه څه هم د اراك په وينا د دريو غوره شعرونو په غوراوي كې د ډېرو ښكلو او هنري شعرونو له كبله په ستونزه كې و، خو بيا هم د شعر د تخنيكي او مانيز اړخونو په پام كې نيولو سره يې ټاكنه ترسره كړې ده.
هغه د چمتال ادبي بهير غړي شهاب الدين افغانمل شعر، چې لومړى مقام ګټلى وو، پوره حماسي، روان او هنري شعر وباله. (غږ)
اراك د ام البلاد ادبي بهير غړي بهادر اميني شعر، چې د دويم مقام شعر ګټلى و هم وستايه  او زياته يې كړه، چې ده تغزل په سمه توګه كارولى دى.
اراك د ام البلاد ادبي بهير يو بل غړي عبدالله خاكسار په اړه،  چې درېيم مقام  يې ګټلى و، وويل، چې د هېواد او ژبې وياړنې يې د نورو په پرتله ښې راخيستې وې.
د چمتال ادبي بهير غړى او د نن ورځې په مشاعره كې د لومړي مقام ګټونكى شهاب الدين افغانمل بيا دا مقام يوازې د خپل ځان نه ګڼي، هغه زياتوي، چې دا وياړ د ټول چمتال ادبي بهير دى.
د ام البلاد ادبي بهير يو غړى قاسم رنځور، چې په دغې غونډه كې يې شعر كوم مقام نه و ګټلى وويل، چې نااميده كېږي نه.
هغه زياته كړه، چې نور د شعر  ليكلو پر مهال به د نن ورځې مشاعره ياده ساتي او هڅه به كوي، چې ښه شعر وليكي، تر څو په نورو غونډو كې مقام تر لاسه كړي.
د دريو غوره شعرونو د غوراوي لومړۍ مشاعره تېره مياشت د ليندۍ په لسمه د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې مشر حاجي عبدالستار اسحاقزي په دېره كې تر سره شوې وه، چې د چمتال ادبي بهير غړو تاج الدين خرم او شريف الله رنځورمل په كې لومړى او دويم مقامونه ګټلي و.
په دغه غونډه كې د مومند ادبي بهير تنكي شاعر محمد عيسى ژمن بيا درېيم مقام ګټلى و.
د مومند بابآ ادبي بهير غړى او ددغه ډول غونډو له جوړونكو، ذبيح الله احساس وويل، چې موخه يې د افغاني فرهنګ لوړاوى دى.
هغه زياته كړه، چې په دې برخه كې د ولس مرستو ته اړ دى.