د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی او پښتون شاعر ګیله من پشتبی وايي، چې درې رنګه بیرغ د هر افغان شمله او هرې پېغلې د عزت پړونی دی، یواځې ټوټه نه ده او په وینا یې، خدای دې وکړي چې لوبه افغان لوبډله وکړي تر څو افغان ولس خوشاله شي.
نوموړي ویلي، چې د پاکستان پر وړاندې یې تل د پښتنو غږ اوچت کړی او اوس هم د یاد هېواد پر وړاندې د افغان لوبډلې ملاتړ کوي.
هغه دغه راز زیاته کړې، چې لر او بر یو افغان دی او هیڅ جابر یې بیلولی نشي.
باید یاده شي، چې افغان لوبډله سبا له پاکستان سره لوبه لري، چې میلیونونه خلک ورته انتظار دي.