دملي دفاع وزارت وایي، چې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ، د زابل ولایت شینکۍ او ارغنداب ولسوالیو کې طالبانو باندې عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۱۶ طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.
له ملي دفاع وزرات څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دیادو عملیاتو پرمهال دطالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
باید یاده شي، چې طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.