زما په نظر, شهيد ډاکتر نجيب نور زما و ستا وضاحتو و توصيفو ته ضرورت نه لري, ځکه د هغه اړوند, د زمانې قضاوت واضح شوی او د ملت په جمعي ذهن کې, د يوه وطندوست, هوښيار, د افغانستان بدمرغيو, د افراطيونو و اشرارو شرارتو او زموږ د خارجي دښمنانو توطيو ته د يوه دقيق پېشبين شخصيت په صفت ثبت شوی دی.
ضرور نه ده چې په ښارو کې د هغه بيلبورډونه نصب, يايې د لويې جرگې خيمه کې د لويې غونډې ارمان و پالل شي ځکه دا ډول کمپاينونه و لگښتونه د هغو کاذبو رهبرانو او جعلي اشخاصو لپاره په کار دي چې په دې توگه, په وچ زور د خلکو ذهن ته بيا_ بيا ور ټېل وهل کيږي او عمومي شعور يې بيا_ بيا بيرته استفراقوي, اما د ډاکتر نجيب اړوند:
"ثبت است بر جريدهء عالم دوام ما"
خو د افغانستان اوسنيو حساسو شرايطو ته په پام سره, د هغه د ملي روغې جوړې سياست, د هغه معقوليت او د هغه په وړاندې د کورنيو خاينانو او بهرنيو غليمانو د توطيو ماهيت ته توجه ضروري ايسي, له هغو څخه د جدي زدکړې اشد ضرورت محسوسيږي ځکه زموږ نننی سياسي وضعيت, که يو خوا ور سره ژور توپيرونه لري نو بل اړخ ته يې بيا مشترک وجوهات هم د درک وړ دي.
د همدغه درک او زدکړې لپاره, د ښاغلي اسحق توخي تازه کتاب (مداخلات فرامرزی و فاجعهء سقوط جمهوری افغانستان) ډېرې سر خلاصوونکې خبرې لري.
نوموړی د شهيد نجيب د دفتر رئیس وو او د هغه مهال جريانات يې, د يوه عيني شاهد په توگه او په عين حال کې, د اسانه لاسرسي وړ اول لاس ريفرنسو پر اساس څېړلي او مستندې و منطقي نتيجې يې ځنې را ايستلي دي.
گومان کوم دا اثر پر ښه موقع ميدان ته را وتلی او په مسايلو کې دخيلو اشخاصو, بالخصوص ځوانو سياسي فعالانو ته يې لوست اړين گڼم او همدغه ارزښت ته په پام سره يې, محترم ليکوال او دانش خپرندويه ټولنې ته مبارکې وايم!