سمسور نیوز (۱۲لېندۍ۱۴۰۱) په کابل کې د پاکستان پر سفارت تر برید وروسته، د پاکستان حکومت وایي، دوی د خپل سفارت د تړلو او ډېپلوماټانو د اېستلو هېڅ پلان نه لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، اسلام آباد د امنیتي وضعیت د ښه کېدو په خاطر له کابل سره په اړیکه کې دی.
اعلامیه کې دغه راز له ا.ا څخه د پروني برید د ژر څېړنې غوښتنه شوې ده.
باید یاده شي، چې تېره ورځ د کابل په کارته پروان سیمه کې له یوې نږدې ودانۍ د پاکستان سفارت پر انګړ برید وشو، چې له کبله یې یو ساتونکی ټپی شو.