یاد وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دا یو خطرناک اقدام دی او د اسرائیل حکومت باید د سوریې د خلکو خپلواکي او ارادې ته درناوی ولري.
دوی د سوریې له خلکو کلک ملاتړ څرګند کړی او له نړیوالو یې غوښتي، چې د سوریې خلک په خپلواک ډول د خپل راتلونکي ټاکلو ته پرېدي.
په اعلامیه کې راغلي، د اسرائیلو وروستي بریدونه د هغې خطرناکې ستراتیژي دوام دی، چې یاده ډلې د منځني ختیځ په یو شمېر هېوادونو کې د خپلو اهدافو لپاره ترسره کړي دي.
د یادونې ده، چې اسرائیل له تېرو دوو ورځو راهیسې دمشق او یو شمېر نورو سیمو کې د سوریې حکومت ځینې هوايي میدانونه او د وسلو زېرمې بمبار کړې دي.
اسرائیل وايي، چې دا کار یې حق دی او هلته یې د ترهګري د مخنیوي لپاره یاد اقدام ترسره کړی.