پاکستان: د افغان سولې‌له پروسې سره بشپړه همکاري‌کوي.

پاکستان: د افغان سولې‌له پروسې سره بشپړه همکاري‌کوي.


  • 3 کاله دمخه (02/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1041

د پاکستان حکومت وایي، چې د افغانستان د سولې له پروسې سره بشپړې  همکاري ته چمتو دي. 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په خپلو تازه څرګندونو کې ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د افغانستان د سولې له پروسې سره بشپړه همکاري کوي او په دې برخه کې هر اړخیزه هڅې دوامداره ساتي. 

د نوموړي په باور حکومت یې د یوه ولسواک، خپلواک او با ثباته افغانستان غوښتونکی دی، له همدې کبله د سولې په مسئله کې همکاري او خپل ملاتړ کوي. 

ښاغلي قریشي ویلي، په افغانستان کې ښکېل اړخونه باید د سولې لپاره رامنځ‌ته شوی فرصت ضایع نه‌کړي او ټول اړخونه باید هڅه وکړي چې روانه جګړه د مذاکراتو له لارې پای‌ته ورسوي.

باید وویل شي، پاکستاني لوري یو ځل بیا ویلي، روانه افغان جګړه له نظامي لارو د پای‌ته رسېدو وړ نه ده او مذاکرات یې د دغه جګړو د ختمولو یوازینۍ لار بللې ده. 

بل لورته ‏د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني په پاکستان کې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي سره کتلي.

د مالوماتو پر اساس، په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر اهمیت خبرې وشوې او قريشي یو ځل بیا د سوله‌ییز، با ثباته، دموکراتیک، خپلواک او سوکاله افغانستان څخه د پاکستان ملاتړ څرګند کړ.