د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو وار بیا د بندو دروازو تر شا د افغان ښځو د روان وضعیت په اړه غونډه کوي.
ټاکل شوې چې په دې غونډه کې د یاد سازمان د عمومي منشي د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي د سپارښتونو پر اساس، د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت خبرې وشي.
د امنیت شورا له خوا په یوه خپاره شوي راپور کې راغلي، چې "د افغانستان په اړه د ښځو نظریاتو" ترنامه لاندې داغونډه د سوېس د استازولي په بلنه او د جاپان او متحده عربي اماراتو د استازولیو په ملاتړ په ملګرو ملتونو کې د سوېس د استازولۍ په دفتر کې جوړېږي.
په پام کې ده، چې د افغان مېرمنو د ټولنې دوه استازې به هم دې غونډې ته ویناوې وکړي.
د بندو دروازو تر شا په دې غونډه کې د افغان مېرمنو د ګډون هدف د افغانستان د راتلوونکي په اړه د نړیوالې ټولنې په پرېکړو کې د افغان مېرمنو د ګډون څخه ډاډ ترلاسه کول ښودل شوي دي.