د تخار ولایت د بنګي ولسوالۍ ولسوال له خپل یوه ساتونکي سره یو ځای د ناپېژانده وسله والو له لوري وژل شوی دی.
د تخار ولایت ځايي چارواکي وایي فیض الرحمان حیدري غوښتل چې نن سهار له بنګي ولسوالۍ مرکز تالقانو ته لاړ شي، خو د لارې په اوږدو کې ناپېژانده وسله والو ورباندې برید کړی دی او هغه یې له خپل یوه ساتونکي سره یو ځای وژلی دی.
په دې پېښه کې د ولسوال دوه نور ساتونکي ټپیان شوي هم دي.
کومې وسله والې ډلې تر اوسه ددې برید مسوولیت نه دی منلی.