ناپېژندو وسله‌والو کاپیسا کې یوه مور او د هغې دوه ماشومان وژلي

ناپېژندو وسله‌والو کاپیسا کې یوه مور او د هغې دوه ماشومان وژلي


  • 7 مياشتي دمخه (10/05/2024)
  • سمسور نیوز
  • 271

په کاپیسا کې یوه مور او د هغې دوه ماشومان د ناپېژندو وسله‌والو له لوري په ډزو وژل شوي دي. 

د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز ویلي، چې پېښه تېره ورځ ناوخته د محمودراقي ښار لومړۍ حوزې په مربوطات کې رامنځ ته شوې.

د فایز په خبره، پولیسو د پېښې په اړه څېړنې پیل کړې دي.  تر اوسه د پېښې انګېزه نه ده روښانه شوې.

په دې وروستیو کې په هېواد کې د مرمزو او هدفي وژنو پېښې زیاتې شوې دي. 

د یادونې ده، چې دوه ورځې وړاندې په فاریاب کې هم یو ۷۰ کلن سړی او د هغه زوی د نامعلومو کسانو له لوري په ډزو وژل شوي وو.  

په هېواد کې د دا ډول پېښو لاملونه تر ډېره شخصي دښمني ګڼل کېږي.