د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وایي، اسلامآباد پرېکړه کړې چې په کابل کې د خپل شارژدافیر کچه سفیر ته لوړه کړي.
ډار پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دا ګام به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیت، اقتصاد، ترهګرۍ ضد مبارزې او سوداګرۍ په برخو کې د همکاریو پراختیا ته لاره هواره کړي.
نوموړي زیاته کړې چې کابل ته د پاکستاني پلاوي له سفر وروسته، د دواړو هېوادونو اړیکې مثبت لورته روانې دي.
د اسحاق ډار په مشرۍ پاکستاني پلاوي د روان کال د اپرېل میاشتې په ۱۹مه نېټه کابل ته سفر وکړ او له افغان چارواکو سره یې په کتنو کې د دوه اړخیزو سیاسي، امنیتي او اقتصادي اړیکو په اړه خبرې وکړې.
په ورته وخت کې ځینو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان د سرپرست حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي به ډېر ژر اسلامآباد ته سفر وکړي.
کارپوهان په لوړه کچه د افغان او پاکستاني پلاوو تګ راتګ مهم بولي او زیاتوي چې دا ډول سفرونه کولای شي د کابل او اسلامآباد اړیکې نږدې او د شته ترینګلتیاوو په حل کې مثبت رول ولوبوي.