د خیبرپښتونخوا په لکي مروت کې نامعلومو وسلهوالو د یوه خصوصي شرکت لس کار کوونکي تښتولي دي.
ځايي پولیسو د پېښې د پخلي تر څنګ ویلي، چې د برمته شویو کاریګرو د لټون چارې روانې دي.
دغه پېښه د لکي مروت په حسن خېلو سیمه کې شوې، چېرته چې د سړکونو او لویو لارو د جوړولو چارې روانې دي.
د پولیسو په وینا، وسله والو کسانو د پولیسو یونفرم پر تن کړی وو.
ویل کېږي، دغه شرکت د پاکستان له حکومت سره سترې پروژې پر مخ بیايي.
که څه هم تر اوسه د دغې پېښې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی؛ خو په دې سیمه کې ټيټيپي ډله فعاله ده.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان کې د ناامنۍ لمن پراخه شوې او همدا تېره ورځ هم په باجوړ کې د یوې چاودنې له امله ۶ پولیس ووژل شول او ۲۲ نور ژوبل شول.