د برېښنا شرکت خبرداری: د خپلو پوروړو جایدادونه خرڅوو

د برېښنا شرکت خبرداری: د خپلو پوروړو جایدادونه خرڅوو


  • 2 کاله دمخه (17/10/2022)
  • Sahil Asad
  • 807

سمسور نیوز (۲۵تله۱۴۰۱) د افغانستان برېښنا شرکت مسؤلینو خپلو پوروړو ته خبرداری ورکړی، چې د برېښنا د لګښت پورونو نه ادا کېدو په صورت کې به یې جایدادونه وپلوري. 

د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې ډېر پوروړي یې د پخواني حکومت یو‌ شمېر زورواکي او سیاسیون دي، چې پور یې شااوخوا ۵۰۰ میلیونه افغانیو ته رسېږي.

میوندي زیاته کړې، چې د برېښنا له درکه پوروړو ټولو سیاسیونو او زورواکو ته یې خبر ورکړی، چې خپل پورونه ادا کړي، خو که دوی خپل پورونه ورنه کړي، اړ دي چې جایدادونه یې وپلوري. 

د هغه په خبره، تر دې دمه ۳۳ کسان دې ته چمتو شوي، چې د برېښنا د لګښت پور پرې کړي.