د سالنګ پېښې د قربانیانو شمېر ۳۱ تنو ته ورسېد

د سالنګ پېښې د قربانیانو شمېر ۳۱ تنو ته ورسېد


  • 2 کاله دمخه (19/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 795

سمسور نیوز (۲۸لېندۍ۱۴۰۱) د عامې روغتیا وزارت وایي، د سالنګ تونل د اورلګېدنې په پېښه کې ۳۱ کسان وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان دي. 

د یاد وزارت ویاند شرافت زمان ویلي، دا شمېرې وروستۍ نه دي او کېدای شي د مرګ ژوبلې کچه تر دې هم زیاته شي. 

دغه اور لګېدنه د شنبې په ماښام شااوخوا شپږ بجې د سالنګ په تونل کې دننه د تېلو یو ټانکر د چپه کېدو او وروسته اورلګېدنې له امله رامنځته شوې وه، چې شااوخوا ۲۰ ساعته یې دوام درلود. 

په ورته مهال د ټولګټو چارو وزارت ویلي،  اورلګېدنه مهار شوې او اوس د سالنګونو د پاک کارۍ عملیات پیل شوي دي. 

دغه وزارت زیاته کړې، اوس مهال د سالنګ لویه لار د ترافیکو پرمخ بنده ده او د خلاصولو هڅې روانې دي.