هغه کسان چې تر څلوېښت کلنۍ لوړ عمر او د زړۀ د ناروغيو خطري فکتورونه (لکه لوړ فشار، شکر، د وينې غوړ، سېگريټ څکول...) لري، د سينې د درد په وخت دې تر ممکنه حده آرام پاتې شي او هيڅ حرکت دې نه کوي. که ممکنه وي روغتون ته دې په امبولانس کې يووړل شي. که د سينې درد د زړۀ د حملې له کبله وي او ناروغ متحرک پاتې شي او يا په نامسلکي ډول روغتون ته انتقال شي، نو د مرگ امکان يې ډېر لوړېږي.
په کابل کې مې يو همداسې ناروغ ټکي په ټکي پوی کړ، خو د درد په وخت کې يې خپله موټر چالان کړی و او ابنسينا ته روان شوی و. له بده مرغه و نه رسېد. پرون مې د يوه مشر دوست مرکه اورېده چې د خپلې بي بي د مرگ کيسه يې په کې کړې وه. هغې لوړفشار درلود، خو چې د سينې درد ورباندې راغلی، دوی خپله روغتون ته وړې ده. په روغتون کې يې بيا په خپلو پښو د زړۀ په ډاکټر پسې روانه کړې ده. له بده مرغه هغه د همدې حرکت په وخت لوېدلې او ....
له دې پېښو څو خبرې زده کړئ:
يو: که ستاسو، د کورنۍ د کوم غړي يا کوم بل يار دوست عمر لوړ وي او لوړفشار، شکر، د وينې غوړ.... لري، نو د سينې درد يې بابېزه مه گڼئ!
دوه: که پورته کسانو د سينې درد محسوس کړ، سمدستي يې آرام څملوئ او د هيڅ ډول حرکت اجازه مه ورکوئ!
درې: امبولانس ته زنگ ووهئ، په خپل موټر يا کرايي موټرو کې يې مه انتقالوئ!
څلور: د داخله ناروغيو يا نورو عمومي روغتونونو په ځای يې اول د زړۀ د ناروغيو تخصصي روغتون ته يوسئ. خصوصاً هلته چې د انجيوگرافي او انجيوپلاسټي امکانات ولري.
پنځۀ: په کور کې ساده درې سوه مليگرامه ډسپرين خامخا وساتئ او که دغسې ناروغ پيدا شو، د درد په وخت سمدستي يوه ډسپرين (جوش) گولۍ ورکړئ!
شپږ: که ناروغ مو تشخيص شو چې د زړۀ حمله پرې راغلې، هلته او دلته يې مه انتقالوئ، له هر خپل و پردي، مسلکي او نامسلکي سره په مشورو وخت مه ضايع کوئ. د زړۀ د متخصص ډاکټر خبره ومنئ. د هغه فيصله شايد د ناروغ په خير وي. ځکه چې د دې ناروغانو تداوي که په دوو ساعتونو کې تکمیل شي، ډېره گټه کوي او څومره چې ځنډېږي، هماغومره د تداوۍ موثريت کمېږي.
#chestpainawareness