مدیترانیې بحیرې کې د امریکا یوه پوځي الوتکه لوېدلې

مدیترانیې بحیرې کې د امریکا یوه پوځي الوتکه لوېدلې


  • 1 کال دمخه (12/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 450

په اروپا کې د امریکا د پوځ قوماندانۍ ویلي، چې یوه پوځي الوتکه یې د مدیترانیې بحیرې په ختیځه برخه کې د روزنې ماموریت پر وخت لوېدلې ده.  

د پوځ په اعلامیې کې دا نه دي ویل شوي، چې لویدلې الوتکه څه ډول وه او دا چې له کوم ځای څخه یې الوتنه کړې وه.

تر اوسه معلومه نه ده، چې په الوتکې کې څومره کسان سپاره وو او نه یې هم د هغوی د سرنوشت په هکله څه ویل شوي دي.

په اعلامیې کې یوازې همدومره ویل شوي، چې الوتکه د یوې پېښې له کبله لوېدلې؛ خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

پوځ همدارنګه ویلي، چې د الوتکې لوېدلو په هکله پلټنې کوي، چې علت یې معلوم کړي. 

امریکا همدې سیمې ته وروسته تر هغه الوتکې وړونکې کښتۍ واستولې چې تېره میاشت حماس ډلې پر اسرائیلو برید وکړ.