د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې نن په یوه دوستانه لوبه کې میانمار ته د ۶-۱ په توپیر ماتې ورکړه.
د میانمار په کوربه توب په دې لوبه کې د افغانستان لپاره امید قنبري، حسن حسیني، علي جعفري، سید مجتبی حسیني، فرزاد محمودي ګولونه ووهل.
په دې لوبه کې د میانمار له لوري یوازې یو ګول ووهل شو.
تر دې وړاندې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په نړیوالو څلور اړخیزو سیالیو کې درېیم مقام او د برونزو مډال ګټلی و.