د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال کتلي

د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال کتلي


  • 1 کال دمخه (15/04/2023)
  • 609

سمسور نیوز (۲۶وری۱۴۰۲) د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال غوښتي چې په دغه هېواد کې د افغانستان نوي ډیپلوماټان ومني.

له اقتصادي معاوونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د قزاقستان د لومړي وزیر د مرسیتال سریک ژومانګارین په مشري له راغلي پلاوي سره په لیدنه کې ویلي چې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا لپاره په کار ده چې دغه هېواد په خپل کور کې د افغانستان نوي ډیپلوماټان ومني.

داوړو لورو له دې سربېره پر اقتصادي موضوعاتو هم خبرې کړې او قزاقستاني پلاوي ویلي چې افغانستان ته یې د سفر هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په برخه کې د ستونزو د ژر حل لپاره د یو ګډ ګروپ رامنځته کول دي.

ژومانګارین دغه راز زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به سږکال راکړه ورکړه تر درې میلیارده ډالرو پورې ورسیږي.

که څه هم اوس مهال په ګڼ شمېر هېوادونو کې د اسلامي امارت دیپلوماتان منل شوي، خو دا چې قزاقستان به یې دا غوښتنه ومني که نه؟ هغه پوښتنه ده چې وخت به یې ځواب کړي.