عبدالله عبدالله: د زور له لارې د غوښتنو تحميل د هېوادوالو د رنځ او کړاو لامل ګرځي

عبدالله عبدالله: د زور له لارې د غوښتنو تحميل د هېوادوالو د رنځ او کړاو لامل ګرځي


  • 3 کاله دمخه (07/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1259

د ملي روغې جوړې عالي شورا رېيس عبدالله عبدالله د مقاومت جبهې وياند او خبريال ته د تسليت په پيغام کې ويلي، د زور له لارې د غوښتنو تحمیلول، هېڅکله مطلوبې پاېلې نه لري او دا د هېوادوالو د لا زيات کړاو او رنځ لامل کېږي.

ښاغلي عبدالله عبدالله په يو پيغام کې ويلي، جګړه هره ورځ د دې هېواد بچيان وژني، کورنۍ په وير کېنوي او هېواد له انساني پانګې بې‌برخې کوي.

نوموړي دغه‌راز په دغه پيغام کې ليکلي: «دشتي په تېرو څو کالو کې د روښانتيا په لاره کې په ټول همت سره د مسلکي ژورناليزم د ارزښتونو، رسنيزو نهادونو او د رسنيز سنګر د ودې، د بيان ازادۍ د نهادينه‌کېدو او په ټولنه کې د اطلاعاتو ودې ته پر بل هر کار ترجيح ورکړه.»

د ملي روغې جوړې عالي شورا رئيس له عبدالودود زره هم يادونه کړې. زره د احمدشاه مسعود خوريې و او له فهيم دشتي سره يوځای له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو.

عبدالله، عبدالودود زره خپل ښه ملګری، د هېواد تکړه کادر او د پاک مجاهد په توګه ياد کړی دی.

خبريال او د طالبانو پر وړاندې د مقاومت جبهې وياند محمد فهيم دشتي او عبدالودود زره یکشنبې ماښام مهال د پنجشير په "دشتک" سيمه کې له طالبانو سره د جګړې پر مهال ووژل شول.