زلمي خلیلزاد سره د انتوني بلینکن لیدنه

زلمي خلیلزاد سره د انتوني بلینکن لیدنه


  • 3 کاله دمخه (05/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 975

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پر خپل ټویټر لیکلي چې د افغانستان د سولې په چارو کې یې د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدنه کې د ترهګرۍ پر وړاندې ګواښونو، یوې عادلانه سیاسي هوکړې ته د رسیدو او دغه راز افغانستان کې د دایمي اوربند د رامنځته کیدو په تړاو خبرې کړي.

د جوبایډن په مشرۍ د امریکا حکومت د زلمي خلیلزاد ماموریت وغځاوه او یو شمیر امریکایي رسنۍ وایي چې دا د ډونلډ ټرمپ په دوره کې شوې هوکړې د جوبایډن د حکومت لومړنۍ ژمنې په معنی ده.

بل لورته د امریکا د ملي امنیت شورا د دوحې هوکړه لیک چې د کابل په اند طالبانو ته پکې پراخ امتیازات ورکړل شوي ارزوي چې افغان دولت هم د امریکا له دې اقدام څخه هرکلی کړی.