ولسې جرګه وایي، حکومت د خپلو ګټو لپاره د معاش ځانګړي سیسټمونه رامنځته کړي.
د ولسي جرګې غړي وایي، حکومت باید د ښوونکو معاشونه لوړ کړي دوی ویلي د ۱۴۰۰ کال بودیجه کې د امتیازي معاشونو او اضافي لګښتونولپاره ملیاردونه پیسې ځانګړې شوي،دوی ټینګار کوي، چې د ښوونکو او نورو ټیټ پوړو معاشونه لوړ کړل شي.
ولسي جرګه وایي حکومت د خپلو سیاسي اړیکو لپاره د معاش ځانګړي سیسټمونه رامنځته کړي، چې له مخې یې د ځینو لوړپوړو معاشونه لوړ ورکول کیږي. د ولسي جرګې غړي وایي، چې د معاشونو په برخه کې دې عدالت رامنځته شي او په ځانګړي ډول دې د ښوونکو معاشونه لوړ کړل شي.