د کندهار د جهادي مدرسې استاد په کوېټه کې ووژل شو

د کندهار د جهادي مدرسې استاد په کوېټه کې ووژل شو


  • 3 مياشتي دمخه (19/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 190

راپورونه وايي، چې د اسلامي امارت د کره کتنې ادارې غړی او د کندهار د جهادي مدرسې استاد شیخ محمد عمر جان اخندزاده په کوېټه کې وژل شوی دی.

اسلامي امارت هم په یوه خپره کړې اعلامیه کې په دې پېښې خواشیني ښوودلې او د ده مړینه یې یوه لویه ضایع بللې.

که څه هم په اعلامیه کې د اخندزاده د وژل کېدو د ځای په اړه څه نه دي ویل شوي، خو دا ډول کړنې په کې جنایت او ستر جرم ګڼل شوی.

لاهم چا د یادې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

بل لورته د پاکستان حکومت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.