د امریکا ولسمشر د افغان‌پناه‌ غوښتوونکو لپاره ۳۰۰ میلیونه‌ډالر منظور کړل

د امریکا ولسمشر د افغان‌پناه‌ غوښتوونکو لپاره ۳۰۰ میلیونه‌ډالر منظور کړل


  • 3 کاله دمخه (24/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1348

د امریکا ولسمشر جوبایډن د دوو فرمانونو په صادرولو سره د افغان پناه‌ غوښتوونکو او د امریکا ویزې غوښتوونکو لپاره ۳۰۰ میلیون ډالر منظور کړي دي. 

ښاغلي جوبایډڼ ۱۰۰ میلیون ډالر د امریکا د کډوالو او پناه‌ غوښتوونکو سره د مرستو د صندوق څخه بېلې‌کړي او ۲۰۰ میلیون ډالر یې د امریکا له ځینو وزارت خونو څخه جلا کړي دي. 

د مالوماتو پر بنست، بایډڼ دغه پرېکړه په افغانستان کې اوسني امنیتي وضعیت ته په کتو او د هغو افغان پناه‌ غوښتوونکو د ژر ایستلو لپاره کړې، چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی و.