په ۲۱ ولایتونو کې د بارانونو او واورې اورېدلو اټکل شوی

په ۲۱ ولایتونو کې د بارانونو او واورې اورېدلو اټکل شوی


  • 2 اونۍ دمخه (07/04/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 87

د ټرانسپورټ او هوايي چلند اړوند د هوا پېژندنې ریاست سبا (سه شنبه) د سالنګونو په ګډون په ۲۱ ولایتونو کې د بارانونو او واورې اورېدلو اټکل کړی دی. 

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه اټکل په تخار، بدخشان، نورستان، کنړ، ننګرهار، لغمان، کابل، پروان، پنجشېر، کاپیسا، لوګر، بغلان، کندز، بلخ، جوزجان، سرپل، بامیان، دایکندي، غور، فاریاب او بادغیس ولایتونو کې دی. 

خبرپاڼه زیاتوي، چې د واوري اورېدلو کچه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ څخه تر ۲۰ سانتي مترو او د باران کچه به له ۱۰ څخه ۳۵ ملي مترو پورې وي.