خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د پوهنې وزارت پر خپلسرو کړنو نیوکه کړې ده.
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون رییسې شهرزاد اکبر ویلي چې حکومت باید دیموکراتیکو اصولو ته په پام د ولس نظرونو او اندېښنو ته درناوی ولري.
د نوموړې په وینا پوهنې وزارت په دې وروستیو کې له خلکو او پوهانو سره تر مشورو پرته د افغانستان د تعلیمي سیستم او نظم په اړه خپلسرې پرېکړې کوي چې د اندېښنې وړ دي.
نوموړې د پوهنې وزارت دغه بېړني او له مشورو پرته اقدامات غندلي دي.
پوهنې وزارت په دې وروستیو کې لومړی د اسلامي تعلیماتو معینیت په ریاست بدل کړ او اوس یې تازه پرېکړه کړې چې په ځینو سیمو کې به زده کوونکي تر درېیم ټولګي خپلې زده کړې په جوماتونو کې ترسره کوي.