سرپرست حکومت باجوړ کې نننۍ چاودنه غندلې او دا یې جنایت بللی

سرپرست حکومت باجوړ کې نننۍ چاودنه غندلې او دا یې جنایت بللی


  • 1 کال دمخه (30/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 692

د افغانستان سرپرست حکومت د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې د جمعیت علماء اسلام پر غونډه نننۍ مرګونې چاودنه غندلې ده. 

د ا، ا ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر لیکلي، چې دا ډول بریدونه جنایت دی او هېڅ توجیه نه لري.

ا، ا همدا راز د برید له قربانیانو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده. 

د راپورونو له مخې، نن له غرمۍ وروسته د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې د جمعیت علماء اسلام پر غونډه د شوې چاودنې له کبله شااوخوا ۴۰ کسان وژل شوي او تر سلو زیات نور ژوبل دي.

تر اوسه کومې ډلې یا چا د دې چاودنې مسؤلیت نه دی منلی.