طالبان لاهم خبرو ته اماده نه دي.

طالبان لاهم خبرو ته اماده نه دي.


  • 3 کاله دمخه (23/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 1343

 طالبان لاهم خبرو ته اماده نه دي.

قطر کې د افغان سولې مرکچي پلاوی وایي، طالب پلاوي ته یې وړاندیزونه سپارلي او د ځواب په تمه دي. دوی وایي هره ورځ د جګړې غځیدل د افغانانو د وینو تویئدل دي او په وینا یې هڅه کوي، چې په طالبانو اوربند ومني، خو لاهم دغه ډله اماده نه ده. بل طرف بیا د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ وایي، چې مقابل لوري د دویم پړاو خبرو د اجنډا لپاره خپل موضوعات نه دي ورسپارلي.

قطر کې ددوهم پړاو خبرو درې اونۍ تېرې شوې، خو لاهم هیڅ پرمختګ په کې نه ښکاري. وړاندې بیا ځېنې انګېرنې داسې وې، چې طالبان د امریکا تر نوي حکومته پورې د دویم پړاو خبرو لپاره اماده نه دي.

اوس باور دادی، چې که دویم پړاو خبرې همداسې پڅې او په کور دننه جګړه شدیده روانه وي، نو ښایي د سولې په منځته راتګ کې به خنډونه نور هم زیات شي.