د پاکستان د سند له زندانونو ۱۹ افغانان آزاد شول

د پاکستان د سند له زندانونو ۱۹ افغانان آزاد شول


  • 10 مياشتي دمخه (30/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 429

د پاکستان د سند ایالت له بېلابېلو بندخونو ۱۹ افغان بندیان ازاد او د چمن له لارې هېواد ته را استول شوي دي.  

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د سرپرست حکومت سرکونسل عبدالجبار تخاري په یوې ویډیو کې ویلي، چې نن د سند ایالت له بېلابېلو بندخونو ۱۹ افغان بندیان ازاد او د چمن له لارې هېواد ته استول شوي دي.  

ښاغلی تخاري زیاتوي، چې له دې مخکې هم د سرپرست حکومت د کونسلګرۍ د هڅو په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳ زره او ۲۰۰ بندیان د سند ایالت له بېلابېلو بندخونو ازاد او هېواد ته استول شوي دي.

د سرپرست حکومت سرکونسل همدا راز وايي، چې لا هم ۲۰۲ بندیان په بندخونو کې پاتې دي چې د هغوی د ازادولو لپاره هم هڅې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له دغه هېواده د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړې او تر اوسه یې نږدې ۵ سوه زره افغانان راشړلي دي.