احساسات څه دي او له مغز سره یې اړیکه څه ده؟

احساسات څه دي او له مغز سره یې اړیکه څه ده؟


  • 4 مياشتي دمخه (18/02/2024)
  • ډاکټر امان شمس
  • 520

د وجود حسونه لکه سترګې، غوږونه، پوزه، ژبه او لمس له محيط څخه معلومات راټولوي او مغزو ته يې سپاري. ماغزه همدغه له چاپېريال راټول شوي معلومات د وجود له داخلي معلوماتو لکه د زړه حرکاتو سرعت، تنفس سرعت، حرارت درجه، د انرژي موجوديت او داسې نورو سره يو ځای کوي او بيا يې له حافظې سره پرتله کوي، مثلاً کله چې په محيط او وجود کې داسې حال وو پلانکۍ واقعه وشوه. د همدې معلوماتو پر بنسټ ماغزه اټکل کوي، همدغه اټکل زموږ او ستاسو فکرونه او احساسات دي. که موږ او تاسو پر خپلو فکرونو او احساساتو هر څومره باور ولرو خو بيا هم په حقيقت کې هغه نه واقعيتونه دي او نه حقيقتونه، فقط او فقط د راتلونکې په اړه زموږ او ستاسو د مغزو اټکلونه دي.

بل ځل که منفي فکر در ولاړ شو چې ياد مو وي، اټکل ده حقيقت نه ده!