شیخ رشید: پاکستان له خونړیو بریدونو سره مخ دی

شیخ رشید: پاکستان له خونړیو بریدونو سره مخ دی


  • 3 کاله دمخه (09/03/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1626

دپاکستان حکومت خبرداری ورکړی، چې په دې هېواد کې به ترهګریز بریدونه زیات شي. دپاکستان دکورنیو چارو وزیر ویلي، دپلازمینې اسلام اباد په ګډون د دغه هېواد په یو شمېر نورو ښارونو دترهګریزو بریدونو څپې راروانې دي.

 

پاکستاني چارواکي وروسته ترهغې دترهګریزو بریدونو خبرداری ورکوي، چې په دې وروستیو کې دیاد هېواد تر ټولو امنو سیمو کې د دوو بریدونو په پایله کې دیو پوځي افسر په ګډون درې پولیس ووژل شول او په همدې حال کې ترڅو پرلپسې هدفي بریدونو وروسته پاکستاني چارواکي مجبور شوي، چې په اسلام اباد، لاهور، کراچۍ، پیښور او کوټه کې دخطر زنګ فعال او دسختو بریدونو خبرداری ورکړي.

پاکستاني چارواکي همدا راز زیاتوي، چې دتحریک طالبان پاکستان وسله وال ښارنو ته ننوتي او دبریدونو پلانونه لري.

 

باید یاده شي، چې پاکستاني چارواکي په داسې حال کې دترهګریزو بریدونو دزیاتوالي خبرداری ورکوي، چې پاکستان لاهم دترهګرو دمالي ملاتړ له امله دنړیوالې څارونکې موسیسې په خړ نوملړ کې شامل دی.