د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې تېره ورځ په سعودي عربستان ته تللی وو او هلته يې له د ياد هېواد له ولیعهد محمد بن سلمان سره وليدل.
نوموړي په ياده ليدنه کې له ټرمپ سره د ۱۴۲ مليارده ډالرو په ارزښت دفاعي تړون لاسليک کړ او دغه راز يې ژمنه کړې چې امريکا کې به د ۶۰۰ ميليارده ډالرو په ارزښت پانګونه کوي.
د سعودي عربستان له سفر وروسته ټرمپ قطر ته رسېدلی او هلته به د ياد هېواد له امیر سره هم ليدنه وکړي.
ټاکل شوې چې د قطر امیر به هم له ټرمپ سره امريکا کې د ميلياردونو ډالرو په ارزښت د پانګونې تړونونه لاسليک کړي.
بايد ياده شي چې ټرمپ به د قطر له سفر وروسته متحده عربي امارتو ته هم سفر وکړي.