ډبلیو ایچ او: نږدې ۹۰۰ زره افغان ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي

ډبلیو ایچ او: نږدې ۹۰۰ زره افغان ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي


  • 1 کال دمخه (07/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 577

سمسور نیوز (۱۸سلواغه۱۴۰۱) د روغتیا نړیوال سازمان وایي، په روان زېږدیز کال کې نږدې ۹۰۰ زره افغان ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي.

د روغتیا د نړیوال سازمان پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په دې منځ کې ۱۲۵ زره معلول ماشومان دي. 

دې سازمان لیکلي، چې په افغانستان کې ۲،۳ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي؛ خو ۸۷۵۰۰۰ تنه یې له سختې خوارځواکۍ کړېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، چې ۸۴۰ زره امیندواره او شېدې ورکوونکې میندې به هم په روان زیږدیز کال کې په شدیدې خوارځواکۍ اخته شي.