کابینې د ۱۴۰۰ کال بودیجې ۳ طرحه تایید کړه

کابینې د ۱۴۰۰ کال بودیجې ۳ طرحه تایید کړه


  • 3 کاله دمخه (03/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1162

د ولسمشر مرستیال ویاند د کابینې له خوا د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجې د دریمې طرحې له تایید څخه خبر ورکړ.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال وایي د بودیجې دریمه طرحه له یو لړ بدلونونو سره د کابینې له خوا تایید شوه او هیله یې څرګنده کړه چې ولسي جرګه هم د بودیجه دریمه طرحه تصویب کړي.

مینه پال په بودیجه کې د رامنځته شویو بدلونونو په تړاو څه ونه ویل.

ولسي جرګې دوه ځله د بودیجې طرحه د توازن د نشتون او نا انډولۍ له امله رد کړه او خبرداری یې ورکړی تر څو چې د دولتي کارکوونکو د معاشونو او ولایتونو د بودیجې برخه کې انډول په پام کې ونه نیول شي بیا به یې هم رد کړي.