افریقا کې نامعلومو وسله والو 100 تنه ملکیان وژلي

افریقا کې نامعلومو وسله والو 100 تنه ملکیان وژلي


  • 3 کاله دمخه (05/06/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1100


د شمالي افریقا د "بورکینافاسو" چارواکو ویلي، چې د دیاد  هېواد په شمالي سیمه کې د دنامعلومو وسله والو په برید کې 100تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

 د یاد هېواد چارواکو زیاته کړې، چې بریدګرو تر برید وروسته په یاده سیمه کې شته کورونو او هټیو ته هم اور اچولی، چې له امله یې ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي دي.

 د بورکینافاسو حکومت دا یو ترهګریز برید بللی او د 72 ساعتونو لپاره یې ملي ماتم اعلان کړی.

باید وویل شي، چې تر اوسه د یاد برید مسوولیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستی.