حمدالله محب: د افغانستان د راتلونکې په اړه دې رغنده خبرې پیل شي

حمدالله محب: د افغانستان د راتلونکې په اړه دې رغنده خبرې پیل شي


  • 2 کاله دمخه (14/05/2022)
  • سمسور
  • 826

سمسور (۲۴غوایی۱۴۰۱) راپرځېدلي حکومت کې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ټولو خواو ته د افغانستان د راتلونکې لپاره د رغنده خبرو پیلولو بلنه ورکړې ده.‌

ښاغلي محب پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دی له دې فرصته په استفادې ټولو خواو ته بلنه ورکوي، چې د افغانستان د راتلونکې په اړه رغنده خبرې اترې پیل کړي.‌

هغه همداراز لیکلي، چې دا بحثونه به سخت او ننګونکي وي، خو په خبره یې افغانان د ځوابونو مستحق دي.

حمدالله محب دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې له یوې خوا افغانستان کې د نوي سرپرست حکومت او مخالفو وسله والو ډلو ترمنځ د نښتو خبرونه ورکول کېږي او بل خوا ا.ا ویلي، چې د یوې لویې جګړې رابللو په چمتووالي بوخت دي.