- 3 کاله دمخه (07/09/2021)
- سمسور نیوز
- 1413
روسیه وايي، که ط.البان ټولشموله حکومت جوړ کړي، په رسمیت یې پيژني او د حکومت اعلان په مراسمو کې یې هم ګډون کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پر ط.البانو غږ کړی دی، چې ټولشموله حکومت جوړ کړي او ټولو ډلو ته پکې ونډه ورکړي.
هغه تېره ورځ د یو خبري کنفرانس پر مهال خبریالانو ته ویلي، که ط.البان داسې وکړي؛ نو روسیه آماده ده، چې حکومت یې په رسمیت وپېژني او ان د لوړې مراسمو کې یې هم ګډون وکړي.
د نوموړي په خبره، طالبانو ورته د نوي حکومت د اعلان په مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
ویل کېږي، چې طالبانو روسیې، پاکستان، چین، ترکیې او قطر هېوادونو ته بلنه ورکړې، چې د نوي حکومت اعلان په مراسمو کې یې ګډون وکړي.
طا.لب چارواکي ټینګار کوي، چې ډېر ژر به خپل نوی حکومت او کابینه اعلان کړي.