- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- سید غفوراحمد جاوید
- 1250
افغانستان که څه هم په ۱۳۹۶ لمریز کال کې په کور دننه له یو لړ سیاسي ستونزو سره مخ و او دا سیاسي ستونزي تر ډېره د دې سبب شوې، څو افغانان له اندېښنو سره مخ شي. افغانان فکر کوي چې د امریکا متحده ایالاتو د نوې سټراټېژۍ د اعلان ځنډ هم شاید یو د دي علتونو څخه و او دا وېره یې پیدا کړې وه چې هسې نه افغانستان یو ځل بیا د کورنیو جګړو په مرکز بدل شي.
له بله بیا د ملي وحدت حکومت بهرنۍ فعاله ډیپلوماسي د دې سبب شوه، څو افغانستان له یو لوري د نړیوالو د پاملرنې ټکی شي او بل لور ته یې سیمهییز هېوادونه هم د خپل اقتصادي شریک په توګه ومني. د دې ترڅنګ اسلامي هېوادونه د افغانستان د ثبات لپاره خپلې مټې راونغاړي چې زه غواړم په دې مقاله کې په عمده توګه همدې ټکو ته اشاره وکړم.
افغانستان او د امریکا نوې سټراټېژي؛
په امریکا کې د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ د نوې ادارې رامنځ ته کېدو سره سم داسې فکر پيدا شو چې ګواکې امریکا به د تروریزم پر ضد مبارزه کې افغانستان یوازې پرېږد. همدا ډول هره ورځ د افغانستان په اړه د امریکا د نوې سټراټېژۍ ځنډېدل خلک او نړیوال تر یو بریده اندېښمن کړي وو، خو د ملي وحدت حکومت فعال بهرني سیاست وکولای شول چې د امریکا متحده ایالات د هیلو بر عکس د افغانستان لپاره خپله سټراتېژي لا پراخه او د جنوبي اسیا په کچه اعلان کړي. په دې سټراټېژۍ کې داسې ټکي ونغاړل شول چې د افغانانانو د کلونو هیلې وې چې زه یې دلته یادونه کوم.
۱ـ پر پاکستان د فشارونو زیاتوالی او پاکستان د تروریزم د ملاتړ کوونکي هېواد په توګه خپله د امریکا د ولسمشر لهخوا تورن شو.
۲ـ د افغان امنیتي ځواکونو اوږد مهالی ملاتړ او تر څنګ یې د هغوی د تجهیز لپاره پراخې هڅې او په عملې توګه د دې چارو پیل چې موږ یې د بلک هاک هلیکوپټرو د ورکړې شاهدان هم یوو.
۳ـ دترهګرۍ پر ضد مبارزه کې امریکایي او نړیوالو ځواکونو ته د مهالوېش نه ټاکل او د اوږود مهال لپاره د افغانانو ملاتړ .
۴ـ د افغانستان د حکومت تر مشرۍ لاندی د سولې د هڅو ملاتړ .
۵ـ په اقتصادي برخه کې د افغان حکومت سره ګډ کار کول، څو افغانستان په اقتصادي برخه کې په خپلو پښو ودرېږي .
۶ـ د خپلې سټراټېژۍ پراخول، څو وکولای شي چې افغانستان ته په سیمهییزه کچه حل لار پیدا کړي.
دا او دې ته ور ته نور د دې سټراټېژۍ د قوت ټکې دي چې کولای شي په عملي کېدو سره یې په افغانستان او سیمه کې د سولي او ثبات لپاره د پام وړ بدلونونه احساس شي.
کابل ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پلاوي سفر؛
د افغانستان لپاره بل د پام وړ ټکې دا و چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړي ټول کابل ته راغلل او د افغانستان پرمختګ او ستونزې یې له نږدي وکتې او ټولو بیا په یو اتفاق د ملګرو ملتونو په مرکز کې د افغانستان د سولې او ثبات څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. ترڅنګ یې د ملګرو ملتونو سرمنشي په ډېرو واضحو ټکیو وویل؛ "افغانستان د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د خپل مسولیت زیات خپله ونډه ادا کړې او اوس زموږ مسولیت دی چې په دې برخه کې د افغانستان ملاتړ وکړو. "
دا د افغانانو لپاره په نړیوال سټېج کې یوه تر ټولو لویه لاسته راوړنه بلل کېدای شي، ځکه افغانستان یو ځل بیا د نړۍ د تمرکز ټکی شو او له افغانانو د نړۍ اوږد مهالی ملاتړ کولای شي افغانستان له شته ستونزو څخه وباسي .
افغان سوله او د اسلامي هېوادونو اجماع؛
افغانستان د نړۍ د هغو اسلامي هېوادونو یو لوی دی چې ۹۹ سلنه وګړي یې مسلمانان دي، خو بدبختانه یو شمېر کړۍ اوس هم په هېواد کې روانه جګړه مذهبي بولي. له همدې کبله ډېره اړینه ده چې موږ د اسلامي هېوادونو اجماع ولرو او حکومت اوس توانېدلی چې په برخه کې غوڅ دریځي او ملاتړي ولري چې ښه بېلګه یې اندونیزیا هېواد دی.
کابل ته د اندونیزیا د ولسمشر سفر کومه عادي خبره نه وه، بلکې د اړیکو د یوه نوي باب پرانیسته وه چې کولای شي د سولې په برخه کې هر اړخیزه مرسته وکړي. همدا ډول سعودي عربستان او نور عرب هېوادونو هم اوس له افغان سولې بشپړ ملاتړ کوي او تر دې چې ان د اسلامي همکاریو سازمان په هېواد کې ځانمرګي بریدونه ناروا عمل وباله.
د افغانستان د نړیوالو اړیکو بریالۍ بېلګه او خپلواکۍ دریځ د اسلامي هېوادونو کنفرانس په وروستۍ غونډه کې چې د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په دوه ویشتمه په فوق العاده ډول په ترکیه کې جوړ شو او موخه یې د فلسطین د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس څخه ملاتړ و، د افغان ولسمشر نظر و. افغان ولسمشر هلته د افغانستان دریځ داسې اعلان کړ چې چا یې تصور هم نه شوای کولای او لومړی شخص و چې پر دې هوکړه یې لاسلیک وکړ.
د کابل پروسي پیل؛
د ا فغانستان د سولې او ثبات لپاره په مختلفو هېوادونو کې په تېرو څو کلونو کې کنفرانسونه او ناستي وشوې، خو هغه ډول چې باید لاسته راوړنې یې درلودای، څه و نه شول.
دې ټکیو ته په کتو د ملي یووالي حکومت په لومړي ځل د کابل پروسې تر عنوان لاندې داسې چتر رامنځ ته کړ، څو وکولای شي چې د افغانستان د سولي او ثبات لپاره ټولې هلې ځلې سره همغږې شي او وکولای چې روانې ټولې پروسې مهمه پایله ورکړي.
د کابل پروسې دوه کنفرانسونه په کابل کې وشول او په وروستي کنفرانس کې افغان حکومت په دې وتوانېد چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره داسې با جراته طرحه وړاندې کړي، څو وشي کولای
افغانستان ته سوله او ثبات راولي. د ویلو ده چې له دې طرحې په نړیوال کچه پراخ ملاتړ اعلان شوی دی.
د ریکا او اسیا زړه کنفرانسونه ؛
په ۱۳۹۶کال کې د ریکا کنفرانسونو په دوام اووم کنفرانس په ترکمنستان کې وشو چې په کې د ۶۸ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازیو ګډون درلود. په دې کنفرانس کې د نړیوالو جګپوړیو استازیو ګډون د افغانستان د حکومت د نړیوالو هڅو او بهرني سیاست کې د پراخ فعالیت ښکارندويي کوي. همدارنګه د دې کنفرانس په څنډه کې د لاجوردو لارې تړون تر څنګ د افغانستان او ترکمنستان سره هم ۶ هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
په روان کال کې د افغانستان لپاره د اسیا زړه کنفرانس اووم کنفرانس په اذربایجان کې د افغانستان او اذربایجان په ګډ ریاست وشو. په دي کنفرانس کې د افغانستان لپاره د سولې او ثبات او تر څنګ یې د افغانستان او سیمې په اقتصادي همکاريو خبرې اترې وشوې.
اقتصادي پرمختګ او سیمهییزه همکاري؛
د پورته لاسته راوړنو تر څنګ افغانستان وکولای شول په سیمهییزه کچه د خپلې فعالې ډیپلوماسۍ په لرلو سره د ازبکستان سره په مختلفو برخو کې تر دېرشو پورې بېلابېل تړونونه لاسلیک کړي او ترڅنګ یې د ټاپي پروژې د عملي کار پیل هم د افغانستان په خاوره کې په داسې حالت کې پيل شو چې د هند پاکستان او ترکمنستان هېوادونو لوړ پوړي چارواکیو ګډون په کې درلود .
د دې ترڅنګ افغانستان وتوانېد په دې کال کې د هندوستان او قزاقستان سره هوایي سوداګریز دهلیزونه هم پرانیزي او تر څنګ یې ازبکستان ته مخامخ الوتکې پيل کړې.
پایله
که په ۱۳۹۶ کال کې د ملي وحدت حکومت بهرني سیاست ته وګورو، نو په مختلفو برخو کې یې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې، خو دا لاسته راوړنې باید وساتل شي او تر څنګ یې لا زیات کار وشي څو په عمل کې د یو شمېر پروژو څخه د ګټې اخیستو شاهدان و اوسو. همدارنګه د افغانستان په اړه د نړیوالو اسلامي هېوادونو او سیمهییزو هېوادونو د اجماع څخه باید د افغانستان د سولې او ثبات لپاره لازمه ګټه واخستل شي .
سرخط ورځپاڼه