په هند هېواد کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزی وایي، د روان ۲۰۲۱ کال په تېرو پنځو میاشتو کې د دواړو هېوادنو ترمنځ په سوداګرۍ کې نږدې ۲۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د ماموندزي په خبره، چې د افغانستان کورني محصولات د هند په بازارونو کې خورا زیات محبوبیت لري او هڅې روانې دي چې دغه سلنه نوره هم لوړه شي.
هند او افغانستان په وروستیو کې د نورو برخو ترڅنګ د سوداګرۍ کچه هم ډېره لوړه کړې، چې د دواړو هېوادونو سوداګر په دې برخه کې هڅه کوي، څو یې په دغه شمېر سلنه کې لا زیاتوالی راشي.