چودري:  که پاکستان په افغان سوله کې همکاري ونه کړي خپله به د تباهۍ لور ته لاړ شي

چودري: که پاکستان په افغان سوله کې همکاري ونه کړي خپله به د تباهۍ لور ته لاړ شي


  • 3 کاله دمخه (01/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1283

د افغان سولې او په دې برخه کې د ترکیې رول تر عنوان لاندې جوړ شوي کنفرانس کې د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر عزیز احمد چودري د سیمې په هېوادونو غږ کړی، چې په افغان سوله کې خپله همکاري زیاته کړي؛ ځکه اهمیت یې د سیمې هېوادونو لپاره زیات دی.

چودري په پاکستان هم غږ کړی، چې له افغان سولې سره رښتیني همکاري وکړي تر څو دلته روانه جګړه ختمه شي.

دی وايي که چېرته پاکستان همکاري ونه کړي؛ نو خپله به د تباهۍ لور ته لاړ شئ.

په سیاسي چارو کې یوه ترکي چارواکي ویلي، چې ترکیه افغانستان سره تاریخي اړیکې لري؛ نو همدې نقطې ته په کتو ترکیه په افغانستان کې د سولې برخه کې مهم رول لوبولی شي.