د ټایلنډ په لوپبوري ښار کې ۲۰۰ بېزوګیانو د خوراکي توکو په لټه کې د پولیسو پر مرکز برید کړی.
د فرانسې خبري رسنۍ د لوپبوري ښار د پولیسو له قوله خبر ورکړی چې دغه ۲۰۰ بېزوګیان د خوراکي توکو په لټه کې ددې ښار نظم خراب کړی ؤ.
پولیس زیاتوي چې مجبور شوي تر څو د پولیسو مرکز ته ددغو بېزوګیانو د مخنیوي په هدف ددې مرکز دروازې بندې کړي.
لوپبوري د ټایلنډ هغه ښار دی چې اوسېدونکي یې د بېزوګیانو د نسل له زیاتېدونکي حالت او پر دوی له حملو شکایت کوي.