قتالي له پښتورک پلورونکو سره لیدنه وکړه

قتالي له پښتورک پلورونکو سره لیدنه وکړه


  • 3 کاله دمخه (09/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1105

په هرات ولایت کې د بې وزله کسانو له خوا د بدن د غړو د پير او پلور له رسنیز کیدو وروسته د یاد ولایت چارواکي ټینګار کوي چې د هغو روغتونونو او صحي مرکزونو مسوولین چې د پښتورکو په پلور کې دخیل وو عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کیږي.

د هرات د رسنیو دفتر وايي چې د هرات والي سید وحید قتالي نن له هغو کسانو سره لیدنه وکړه چې د اقتصادي ستونزو له امله یې خپل پښتورکي پلورلي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د هرات والي دغو کسانو سره د نقدي مرستو او کاري فرصتونو د رامنځته کیدو ژمنه وکړه.

په وروستیو کې د هرات د انجیل ولسوالۍ د یو کلي یو شمیر اوسیدونکو د اقتصادي ستونزو له امله خپل پښتورکي پلورلي او دغې چارې پراخ غبرګونونه له ځان سره درلودل.