د اف چین شرکت لخوا په امو دریا نفتي حوزه کې د ۱۸ نویو څاګانو کېندلو کارونو د پیل خبر ورکړل شوی دی.
د افغانستان دولتي خبري اژانس د یاد شرکت د چارواکو په حواله ویلي، چې یادې څاګانې د دې حوزې د سرپل ولایت په دره اق، قشقرې بلاک او د جوزجان ولایت په زمرد سای سیمو کې کېندل کېږي.
د یاد اژانس په وینا، د دغو څاګانو د کېندلو کارونه به په ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې بشپړ شي.
د یادو څاګانو د کېندلو کارونه داسي مهال پیل شوې، چې تردې وړاندي د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي و، چې په دغه نفتې حوزه کې ۲۵ څاګانې فعالوي، چې د ۱۸ نویو څاګانو کېندل، د دوو څاګانو اکتشافي چارې پیلېدل او د پنځو نورو ترمیميدل پکې شامل دي.
دا مهال په دغه نفتي حوزه کې ۲۴ څاګانې فعالې دي او په ورځني ډول ۱۳۵۰ ټنه خام نفت ترې را ایستل کېږي، چې د دغو ۱۸ نویو څاګانو په کېندلو سره به دا شمېر نور هم لوړ سي.