راس‌وېلسن: د اګست ۳۱مه افغانستان کې د امریکا د ښکېلتیا پای نه‌دی

راس‌وېلسن: د اګست ۳۱مه افغانستان کې د امریکا د ښکېلتیا پای نه‌دی


  • 3 کاله دمخه (26/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1064

افغانستان کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس‌وېلسن ویلي، چې د اګست پر ۳۱مه افغانستان کې د امریکا ښکېلتیا پای ته نه رسېږي.

ټاکل شوې تر شپږو ورځو له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو، او د کابل هوايي ډګر له لارې بهرنیو وګړو او د دوی د افغان همکارانو د وېستلو بهیر پای ته ورسېږي. 

ښاغلي وېلسن سي بي اېس خبري تلویزیون سره خبرو کې ویلي، چې له طالبانو سره د تعامل له لارې او که هر ډول حکومت رامنځته کیږي امریکا خپلو وګړو او افغان همکارانو ته ژمنه ده.  

دې استازې ویلي، د تېرو څو میاشتو په اوږدو کې یې په تکرار افغانستان کې له مېشتو امریکایانو غوښتنه کړې چې له افغانستانه ووځي، خو د ده په وینا خلک پاتې شوې او دا دوی خپل کار او حق دی. 

خو ښاغلی وېلسن زیاتوي له دې وګړو سره به د دوی مرسته دوام ولري. 

دا راپورونه داسې مهال خپرېږي، چې د کابل هوایي ډګر مخ‌ته زرګونه کسان په دې نیت راټول شوي، چې غواړي له دې لارې د طالبانو له وېرې هېواد پرېږدي او نورو امنو هېوادونو ته ځان ورسوي.