په افغانستان کې د پولیو واکسین ملي کمپاین پیل شو

په افغانستان کې د پولیو واکسین ملي کمپاین پیل شو


  • 1 اونۍ دمخه (26/05/2025)
  • سمسور نیوز
  • 34

په ۲۰۲۵ کال کې د پولیو واکسین دویم ملي کمپاین د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۵مه) په ټول افغانستان کې پیل شو.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل وايي، دغه کمپاین، چې څلور ورځې به دوام وکړي، په ترڅ کې به یې شاوخوا ۱۱،۸ میلیونه له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان د پولیو پر وړاندې واکسین شي.

د زمان په وینا، د دې کمپاین په جریان کې به د دوو او پنځو کلونو ترمنځ ماشومانو ته د البنډازول ګولۍ هم ورکړل شي چې د چینجي اړوند ناروغیو د درملنې لپاره کارول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په روان ۲۰۲۵ میلادي کال کې تر دې دمه دوه ماشومان په افغانستان کې په پولیو اخته شوي دي.

تېر کال بیا په هېواد کې د پولیو کومه پېښه نه‌وه ثبت شوې.

د یادونې ده چې افغانستان او پاکستان یوازېني دوه هېوادونه دي چې تر اوسه په کې د پولیو ناروغي په بشپړ ډول له منځه نه‌ده تللې.