متقي او کاظمي د هلمند سیند اوبو په اړه خبرې کړې

متقي او کاظمي د هلمند سیند اوبو په اړه خبرې کړې


  • 1 کال دمخه (27/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 726

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په کابل د ایران له سفیر حسن کاظمي قمي سره لېدلي دي.

د دې وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل پر ټویټر لیکلي، په‌دې لېدنه کې د هلمند په سیند کې د ایران د حق‌ابې د تامین په اړه خبرې شوي او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ټینګار کړی چې د دواړو لوریو تر منځ مسایل د دوه اړخیزه خبرو او تفاهم له لارې ښه حل کېدای شي.

ښاغلي تکل زیاته کړې، په‌دې لېدنه کې همداراز په ایران کې د افغان بندیانو د لېږد پروسې په بیاپیلولو، پر اعدام محکومو بندیانو داعدامونو ځنډولو او افغان وګړو ته دویزو پر اسانتیاوو هم خبرې شوې دي.