افغان حکومت دې د خپلو وګړو د امنیت لپاره هڅې پراخې کړي.

افغان حکومت دې د خپلو وګړو د امنیت لپاره هڅې پراخې کړي.


  • 3 کاله دمخه (25/02/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1137

په افغانستان کې روان بد امنیتي وضعیت د افغانانو سربېره نړیوال هم اندېښمن کړي.

 

تازه اروپایي ټولنه وایي، چې په افغانستان کې دې روان تاوتریخوالی ژر تر ژره پای ته ورسول شي.

 

د اروپایي ټولنې لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بین الافغاني مذاکراتو تر پیل وروسته په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی او ورسره جوخت د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم لوړه شوې ده.

 

اروپایي ټولنې دغه راز پر افغان حکومت غږ کړی چې دخپلو وګړو د ساتنې او امنیت لپاره اقدامات ډېر کړي او هغه کسان دقانون منګولو ته وسپاري، چې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله، هدفي بریدونو او جګړو کې ښکېل دي.

 

اروپایي ټولنې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د سولې له روانې پروسې ملاتړ کوي، خو د دې اړتیا ده، چې دلته روان تاوتریخوالی ژر تر ژره پای ته ورسول شي.

 

اروپایي تولنه په داسې حال کې د ملکي وګړو پر امنیت ټینګار کوي، چې تر دې وړاندې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم په افغانستان کې د ماشومانو پر روان وضعیت اندېښنه ښودلې وه.