نن مسکو کې د افغان دولت پلاوي د طالبانو له استازو سره خبرې کوي.

نن مسکو کې د افغان دولت پلاوي د طالبانو له استازو سره خبرې کوي.


  • 3 کاله دمخه (19/03/2021)
  • خالد سهار
  • 1725

ټاکل شوې، چې نن د روسیې په مسکو کې د افغان دولت پلاوي د طالب له پلاوي سره خبرې وکړي.

 

راپورونه وایي، چې نن به د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د افغانستان دولت پلاوي او د طالبانو پلاوي سره د افغان سولې پروسې پر سر بحثونه وکړي.

 

په مسکو کې تېره ورځ د افغان سولې په تړاو ناسته ترسره وشوه، چې په کې د افغانستان د دولت پلاوي، د طالبانو چارواکو، د کوربه هېواد روسیې، د امریکا، چین او پاکستان استازیو ګډون وکړ.

 

د راپورونو له مخې، چې د تېرې ورځې په غونډه کې اففان دولت استازیو له طالبانو سره خبرې نه دي کړي، خو دوی یوازې د کنفرانس پر مهال سره لیدلي دي.

 

د مسکو ناسته د افغان دولت، طالبانو، د امریکا، چین او ترکیې په شمول د ځینو هېوادونو د استازیو په ګډون جوړه شوې، چې موخه یې د افغان سولې د بهیر چټکتیا ده.

 

د سولې د روان بهیر د چټکتیا په هدف دا غونډه داسې مهال جوړه شوې چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې بله ورته غونډه په ترکیه کې جوړه شي.